د فامېلۍ سوپر لیګ: پله سر لوبډلې نواباد ځوانانو ته ماتې ورکړه| حضرت عثمان نوري

د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ اړوند د ګلاهي قریې په فامیلۍ کرکټ لوبغالي کې د [فامیلۍ سوپر لیګ] تر نامه لاندې د کرکټ لوبلړ پېل شوی دی. ددې لوبلړ په جریان کې نن پنجشنبه چې د سلواغلې له اوولسمې نېټې سره سمون خوري، د دوهم پړاو په جریان کې د نواباد ځوانانو او پله سر لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه.

ټاس پکې د پله سر لوبډلې وګاټه او په خپله یی لومړی توپوهونه غوره کړه.

 د پله سر لوبډلې په ټاکل شوو ۱۰ اورونو کې تر ډېره بریده ښې منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۱۳ منډو هدف وټاکه. اکرام شینا د پله سر لوبډلې لپاره تر نورو توپوهونکو ښې منډې وکړې. د نوموړي ۵۱ منډو وکولای شول چې سیالې لوبډلې ته د ۱۱۳منډو هدف کېږدي.

په ځوابي توپوهنه کې د پورته هدف په ترلاسه کولو د نواباد ځوانانو لوبډلې ونشو کولی چې ورکړل شوی هدف ترلاسه کړي اوټولې لوبډلې یې ایله ۷۱ مڼډې یې جوړې کړې.

د سیالۍ غوره لوبغاړی اکرام شینا ونومول شو.

سبا جمعه ددې سیالېو په لړ کې د فامېلۍ ځوانانو لوبډله د خوږو یارانو خلاف په لومړي کوارټر فاینل کې لوبیږي.

یاده دې وي چې دا لوبلړ د ځوانانو د یووالي په موخه پر لاره اچول شوی دی.