د فامېلۍ سوپر لیګ: خوږو یارانو فامېلۍ ځوانانو ته ماتې ورکړه| حضرت عثمان نوري

د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ اړوند د ګلاهي قریې په فامیلۍ کرکټ لوبغالي کې د [فامیلۍ سوپر لیګ] تر نامه لاندې د کرکټ لوبلړ پېل شوی دی. ددې لوبلړ په جریان کې نن دوشنبه چې د سلواغلې له څوارلسمې نېټې سره سمون خوري، د دوهم پړاو څلورمه سیالي ترسره شوه.

دغه سیالي د فامېلۍ ځوانانو او خوږو یارانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې ټاس پکې د د فامېلۍ ځوانانو لوبډلی وګاټه او په خپله یی لومړی توپوهونه غوره کړه.

 د فامېلۍ ځوانانو لوبډلې په تاکل شوو ۱۰ اورونو کې د پام وړ منډې ونکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۵۵ منډو هدف وټاکه. په دې منډو کې د محمد ۱۵ منډې د یادولو وړ دي.

په ځوابي توپوهنه کې د پورته هدف په ترلاسه کولو د خوږو یارانو لوبډلې وشو کولی چې د سیالۍ په شپږم اوور ورکړل شوی هدف ترلاسه کړي. د هدف په ترلاسه کولو کې د عزیز ۲۸ منډې د یاودولو وړ دي.

خوږو یارانو لوبډلې لپاره جواد تر نورو ښه لوبه وکړه او د سیالې لوبډلې ۴ ویکټې  یې واخیستې.

سبا سه شنبه ددې سیالېو په لړ کې بلال قهرمان د نواقېلو لوبډلې خلاف لوبیږي.

یاده دې وي چې دا لوبلړ د ځوانانو د یووالي په موخه پر لاره اچول شوی دی.