کابل ځوانانو، پکتیا پینترز ته په ۳ ویکټونو ماتې ورکړه

تاند- کابل ځوانانو د پکتیا لوبډلې له لوري د ۲۰۱۹ لوړ هدف د پوره کولو لپاره د بیټنګ له پیله فشار احساساوه.

ښايي همدا علت و چې لوبغاړي یې د پکتیا پینترز خلاف ژر ژر وسوځېدل.

د کابل ځوانانو پرانیستګر لوبغاړي لوک رونچي په ۸ توپونو ۱۵، او حضرت الله ځاځي په ۱۵ توپونو ۲۷ منډې وکړې، حال دا چې د پکتیا پینټرز شهزاد محمدي په ۳۹ توپونو ۶۷ منډې او احسان جنت په ۱۹ توپونو ۲۷ وکړې.

په کابل ځوانانو کې له لاوري ایوانز پرته، بل لوبغاړي ۵۰ منډې ونه کړای شوې حال دا چې د شهزاد ترڅنګ سکندر رضا هم په ۴۰ توپونو ۷۴ (ناسوځېدلي) وکړې.

راشد خان، هماغه راز چې په باولینګ کې لږ منډې ورکړې په لږ توپونو یې ډېرې منډې وکړې. ده په ۱۱ توپونو ۲۴ منډې وکړې. مسلم موسي هم یوازې په ۷ توپونو ۱۷ منډې وکړې.

د پکتیا پنټرز په باولرانو کې تر ټولو زیاتې منډې شاهد افریدي ورکړې.

خو له دې سره سره کابل ځوانانو د توقع خلاف د لوري ایوانز د ښه بیټنګ په مټ وکړای شول چې هدف پوره کړي.