د کابل ځوانانو او پکتیا پینترز په سیالۍ افغان غوره لیګ پیل شو

تاند- د افغانستان غوره لیګ سیالیو، چې د افغانستان او نړۍ یو شمېر تکړه لوبغاړي پکې ګډون لري، نن /جمعه/ د افغانستان په وخت د ماخوستن په ۸ بجې د متحده عربي اماراتو د شارجې د کرکټ اسوشي اېشن په لوبغالي کې د کابل ځوانان او پکتیا پنترز د لوبډلو په مسابقې پیل شوې.

لومړی بیټنګ پکتیا پینترز کوي. شهزاد محمدي او احسان الله جنت د پکتیا پرانیستګر لوبغاړي دي.

خو د کابل ځوانانو لپاره باولینګ یا توپ اچونه علي خان او وېن پارنیل پیل کړه.

په دې سیالیو کې ۵ لوبډلې ګډون لري او ۳ اوونۍ دوام کوي.

د پکتیا لوبډله:

په پکتیا پنترز لوبډله کې د شاهد افریدي تر کیپتانۍ لاندې تیسارا پیریرا، محمد شهزاد، کامیرون دیلپورت، شرف الدین اشرف، سمیع الله شینواری، کریس جوردن، فهیم اشرف، لوک رایټ، عصمت الله عمرزی، رحمت الله کوربز، ضیاالرحمان اکبر، کالم مک لیود، طاهر عادل، یوسف ځاځی او فضل ځاځی.

د کابل ځوانانو لوبډله:

راشد خان یې کیپتاني کوي، لوک روچي، حضرت ځاځی، فرید احمد، جاوید احمدي، سهیل تنویر، لاوري ایوان، ویان پارنل، شهیدالله، مسلم موسي، افسرځاځی، علي خان، ظاهر شېرزاد، فطرت خاوري، عثمان عادل، شوکت زمان، ناصر توتاخېل، او ضمیر خان ګډون لري.