د کابل د فوټسال د غوره لیګ او الف ګروپ سیالۍ نن پيل شوې

د افغانستان د فوټسال فدراسیون مرستیال عبدالبصیر قیومي وویل چې د کابل په غوره لیګ سیالیو کې ۱۳ ټيمونو ګډون کړی دی چې دواړه ټيمونه به په ټوله کې ۲۴ سیالۍ وکړي چې شپږ میاشتي به دوام وکړي.

د ښاغلي قیومي په خبره په الف ګروپ کې په ۱۴ ټیمونه ګډون وکړي چې هر ټيم به ۱۳ لوبي وکړي چې دغه سیالۍ به ۳ میاشتي دوام وکړي.

د دغو سیالیو د جوړولو موخه په هیواد کې د فوټسال وده بلل شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *