د ۵ لوبډلو په ګډون د افغانستان غوره لیګ سیالي د کابل او پکتیا په سیالۍ پیلېږي

تاند- د افغانستان د کرکټ غوره لیګ یا پریمرلیګ ۲خ اوره سیالۍ د جمعې له ورځې /اکتوبر۵/ د پنځو لوبډلو ترمنځ پیلېږي. د سیالیو ټکټونه آنلاین پلورل کېږي. دا ځای کلیک کړئ

دا مسابقې، چې د متحده عربي اماراتو په شارجه کې کېږي، درې اوونۍ دوام کوي.

د افغانستان په غوره لیګ کې، چې د نړۍ د لومړی درجه لیګونو په سویه لوبې کېږي، د افغانستان د تکړه لوبغاړو ترڅنګ د شاهد افریدي، کریس ګیل، او بریندن مک کولم په شان د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو نامتو لوبغاړي هم برخه لري.

د افغانستان او نړۍ د کرکټ نامتو لوبغاړي راشد خان د دې لیګ په اړه وویل«دا یو ډول خوب دی. هر هیواد خپل لیګ لري، او دا ده بالاخره یې اوس موږ هم لرو، د افغانستان د کرکټ بورډ له سختو هلوځلو مننه. داسې احساسېده چې په دومره لنډ وخت کې به دا کار ناممکنه وي، خو دوی وکړای شو.»

د متحده عربي اماراتو، چې دا لوبې یې په خاوره کې کېږي، یو لوبغاړی محمد نوید د کندهار په نایټس لوبډله کې لوبېږي.

لومړۍ مسابقه به د کابل ځوانان او پکتیا ترمنځ وي.

په کابل ځوانان لوبډله کې راشد خان او په پکتیا کې شاهد افریدي لوبېږي.

په کندهار نایټس لوبډله کې د نجیب ځدراڼ تر څنګ د افغانستان د ملي لوبډلې کیپتان اصغر افغان، مک کولم، پال سترلینګ، تیمال میلیس، سام بیلینګ، افنخار احمد، وهاب رضا، کریم جنت، امیرحمزه، کریم صادق، سید شهزاد، محمد نوید، وقار، عبدالباقي، وحید شفق، وقارالله اسحاق، او ناصرجمال لوبېږي.

په ننګرهار لیپرډ لوبډله کې اندرې رسل، تمیم اقبال، مجیب الرحمن، بن کټینګ، شفیق الله شفق، نجیب تره کی، میشل مک کلیناګن، مشفق الرحمن، محمد حفیظ، رحمت شاه، نوین الحق، ظاهر خان، سندیپ لیمیچېن، فضل حق، عمران جنت، نصرت الله قریشي، خیبرعمر، ابراهیم ځدراڼ او فضل ځاځی ګډون لري.

په بلخ لیجنډز لوبډله کې د محمد نبي ترڅنګ کریس ګیل، کولین مونرو، راوي بوپارا، افتاب عالم، ګلبدین نایب، محمد عرفان، بن لاګلین، کامران اکمل، قیس احمد، عثمان غني، اکرام علیخېل، ریان تین، طارق شینکی، اسدالله متنی، سمیع الله سالارزی، فرحان زاخېل، محمد نواز، دروېش رسولي برخه لري.

په پکتیا پنترز لوبډله کې د شاهد افریدي تر کیپتانۍ لاندې تیسارا پیریرا، محمد شهزاد، کامیرون دیلپورت، شرف الدین اشرف، سمیع الله شینواری، کریس جوردن، فهیم اشرف، لوک رایټ، عصمت الله عمرزی، رحمت الله کوربز، ضیاالرحمان اکبر، کالم مک لیود، طاهر عادل، یوسف ځاځی او فضل ځاځی.

او په کابل ځوانانو کې، چې راشد خان یې کیپتاني کوي، لوک روچي، حضرت ځاځی، فرید احمد، جاوید احمدي، سهیل تنویر، لاوري ایوان، ویان پارنل، شهیدالله، مسلم موسي، افسرځاځی، علي خان، ظاهر شېرزاد، فطرت خاوري، عثمان عادل، شوکت زمان، ناصر توتاخېل، او ضمیر خان ګډون لري.