پکتیا پینټرز، کابل ځوانانو ته ۲۱۹ منډې هدف وټاکه

تاند- د پکتیا پینترز لوبډلې د افغانستان د غوره لیګ په لومړۍ سیالۍ کې کابل ځوانانو ته ۲۱۹ منډې هدف وټاکه.

د پکتیا لپاره محمدشهزاد خورا ښه لوبه پیل کړه، ده په ۳۹ توپونو ۶۷ منډې وکړې.

له ده سره احسان جنت په ۱۹ توپونو ۲۷، کیمرون دیلپورت په ۱۴ توپونو ۱۹، سکندررضا په ۴۰ توپونو ۷۴ (ناسوځېدلي)، شاهد افریدي په ۵ توپونو ۱ او کالم مکلیود په ۵ توپونو ۶ (ناسوځېدلې) منډې وکړې.

د پکتیا ۴ لوبغاړي وسوځېدل. ۲ لوبغاړي ظاهر شهزاد، یو وېن پارنیل او یو هم فرید احمد وسوځاوه.

راشد خان کوم لوبغاړی ونه سوځاوه ځکه چې د پکتیا پینترز لوبغاړو ورسره احتیاط کاوه. ده تر ټولو لږې منډې ورکړې.