غوره لیګ، پکتیا په ۲۱ منډو ننګرهار ته ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان د کرکټ د غوره لیګ په درېمه ورځ نن د پکتیا او ننګرهار لوبډلې سره مخامخ شوې.

د پکتیا پنټرز د ۸ لوبغاړو د سوځېدو په پای کې ۱۸۴ منډې جوړې کړې.

محمد شهزاد بیا هم په ۲ شپږیزو او ۷ څلوریزو ۵۳ منډې وکړې. د پکتیا لپاره سي ایس دیلپورت او ۳۵شاهد افریدي ۱۹ منډې وکړې.

د ننګرهار لوبډلې ونه کړای شول چې هدف ته ځان ورسوي. ننګرهار په ۲۰ اوورونو کې ۱۶۳منډې جوړې کړې او لوبه یې په ۲۱ منډو وبایلله.

د دغو سیالیو په پرونیو لوبو کې د ننګرهار پړانګانو لوبډلې د کندهار اتلانو ته په ۶ وېکټو ماته ورکړه او د بلخ لوبډلې بیا د کابل له ځوانانو لوبډلې په ۸ وېکټو لوبه وګټله.

د افغانستان د کرکټ د غوره لیګ سیالۍ د اکټوبر په پنځمه په متحده عربي اماراتو کې پيل شوي چې د همدې میاشتې تر ۲۱مې به روانې وي. 

د راشد خان د پرونۍ لوبې په زړه پورې صحنې