د فامېلۍ سوپر لیګ: حصارک اخوند کلي د مارکو اتلانو ته ماتې ورکړه| حضرت عثمان نوري
د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ اړوند د ګلاهي قریې په فامیلۍ کرکټ لوبغالي کې د [فامیلۍ سوپر لیګ] تر نامه لاندې د کرکټ لوبلړ پېل شوی دی. ددې لوبلړ په جریان کې نن یکشنه چې د سلواغلې له دیارلسمې نېټې سره سمون خوري، د دوهم پړاو درېیمه سیالي ترسره شوه.
دغه سیالي د حصارک اخوند کلي او مارکو اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې ټاس پکې د مارکو اتلانو لوبډلی وګاټه او په خپله یی لومړی توپوهونه غوره کړه.
مارکو اتلانو لوبډلې په تاکل شوو ۱۰ اورونو کې تر یوه حده ښې منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۸۰ منډو هدف وټاکه. کامران د مارکو اتلانو لوبډلې ته تر نورو توپوهونکو ښې منډې وکړې. د نوموړي ۱۹ منډو وکولای شول چې سیالې لوبډلې ته د ۸۰ منډو هدف کېږدي،
په ځوابي توپوهنه کې د پورته هدف په ترلاسه کولو د حصارک اخوند کلي لوبډلې وشو کولی چې ورکړل شوی هدف ترلاسه کړي.
حصارک اخوند کلي لوبډلې لپاره سلیم درې اوورونه ترسره کړل چې ۱۴ منډې یې پکې ورکړې او د سیالې لوبډلې ۲ پیاوړي لوبغاړي وسوځول. نوموړی د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.
سبا دوشنبه ددې سیالېو په لړ کې د فامېلۍ ځوانان د یارانو لوبډلې خلاف لوبیږي.
یاده دې وي چې دا لوبلړ د ځوانانو د یووالي په موخه پر لاره اچول شوی دی.