افغان ۱۹ کلنو د اسټراليا ۱۹ کلنو ته د ۱۹۲ مڼډو هدف په واک کې ورکړ

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې د اسټرالیا پر وړاندې د نړیوال جام د پنځم مقام لپاره د نیمه پایلوبې د نننۍ لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
افغان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې نن غرمه ۱۲:۳۰ بجې د نړیوال جام لوبو د پنځم مقام خپلولو په موخه د سویلي افریقا په پوچیفسټروم ښار کې د سیالې اسټرالیا لوبډلې پر وړاندې ډګر ته ښکته شوه.

افغان ۱۹ کلنو په نن سيالۍ کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۱ مڼډې جوړې کړې. اوس د اسټراليا ۱۹ کلنو خپله توپوهنه پېل کړې ده او په لومړي اوور کې يې دوه لوبغاړي وسوځېدل، او درې مڼډې لري.

افغان ۱۹ کلنې لوبډلې له دې وړاندې څلور سيالۍ وکړې ، درېا يې وګټلې اؤ يوه مهمه سيالي يې بيا پاکستان ۱۹ کلنو ته بايلوده