د شینوارو په ګلاهي کې د فامېلۍ سوپر لیګ لوبلړ دوهم پړاو سیالۍ پېل شوې

راپور: حضرت عثمان نوري

د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ اړوند د ګلاهي قریې په فامیلۍ کرکټ لوبغالي کې د [فامیلۍ سوپر لیګ] تر نامه لاندې د کرکټ لوبلړ پېل شوی دی. ددې لوبلړ په جریان کې نن جمعه چې د سلواغلې له یوولسمې نېټې سره سمون خوري، د دوهم پړاو لومړۍ سیالي ترسره شوه.

دغه سیالي د فامیلۍ سټار او د لالا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې ټاس پکې د فامیلۍ سټار لوبډلی وګاټه او په خپله یی لومړی توپوهونه غوره کړه.

 فامیلۍ سټار لوبډلې په تاکل شوو ۱۰ اورونو کې ښې منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۹۳  منډو هدف وټاکه.

په ځوابي توپوهنه کې د پورته هدف په ترلاسه کولو د لالا لوبډلې ونه شو کولی چې ورکړل شوی هدف ترلاسه کړي.

د دې سیالۍ غوره لوبغاړی ضیاء الرحمن ونومول شو، نوموړي په ویکټو ښکار وکړ او د سیالې لوبډلې ۴ ویکټې یې وغورځولې.

یاده دې وي چې دا لوبلړ د ځوانانو د یووالي په موخه پر لاره اچول شوی دی.