ـــ ـتاند

د نګار ارمان او ګلاهي زرګرانو لوبډلو ترمېنځ نن د کرکټ ۱۲ اوریزه سیالي د شینوارو د ګلاهي کلي د اوږدي غونډۍ په لوبغالي کی تر سره شوه.

ټاس د نګار ارمان لوبډلي وګاټه او خپله يي د توپوهنې پريکړه وکړه


د نګار ارمان لوبډلي په ټاکل شوو ۱۲ اورونو کې د فايک خان د ۲۰  منډو په مټ د ۸۲ منډو هدف مقابلې لوبډلې ته په واک کې ورکړ.

د لوبې د هدف د ترلاسه کولو په موخه د ګلاهي زرګران لوبډله ميدان ته راښکته شوه، چې د منان د ۴۱ ناسوزيدلو منډو په مټ يي ځان یاد هدف ته ورساوه او لوبه يې په خپل نوم کړه.

هېره دې نه وي چې نن (شبنه) ماسپیښین ۲ بجې به په همدي لوبغالي کی د هميشه بهار  او شرافت شيرګړوال د لوبډلو تر منځ سیالي تر سره شي.