الفت الله محبزی

دامن کرکټ ټورنمنټ تر نامه لاندې د ۲۸ بيلابیلو لوبډلو ترمنځ لس اوريزي سيالۍ داچين ولسوالۍ چهلګزي سيمه کې پرون پېل شوې.
د لوبې د پېل غونډه کي داچين امنيه قومندان، قومندانۍ معاوين، امنيت مدير، جنايي مدیر، ثبت احوال نفوسو مدير ،او د امنیتي پوستو سرګروپانو، ميدانک، حجم کلي، سياچوب، انځري وسيدونکو، دچهلګزي سیمي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و.

دا ټورنمنټ د ځوانانو د استعداد ښه کولو، ذهنيت سازۍ او د نشه يې توکو د مخنيوي پر مورد په لار واچول شو. نن په دې لړ کې لومړۍ لوبه کوټ اوسياچوب وکړه، چي ګټه یې کوټ ته وه او سیالي يې په خپل نوم کړه.

په دې لوبلړ کې به نورې لوبې په هره ورځ ماسپیښین ترسره شي.

دیادونې ده چې لوبغالي ته د امنیتي مسوولينو راتګ هم د ځوانانو لخوا تقدیر او هرکلی یې شو او د چهلګزي خلکو لخوا دښه راغلاست ترڅنګ دهمکارۍ ډاډ هم ورکړل شو.
په لوبغالي کې ټولو ګډونوالو خوښي وښوده چي د امن فضا کې ځوانان په مثبتو لارو خپله انرژي مصرفوي.