انگلنډ د ډي کاک په لوبډلمشرۍ سبا/سه شنبه د جنوبي افریقا خلاف لوبیږي

ولید ( خپلواک)

انلګند جنوبي افریقا ته سفر کړی او سبا د فبرورۍ په څلورمه /سه شنبه/ د مازیګر په ۳ نیمو بجو د کابل پر وخت خپله لومړۍ پنځوس اوریزه سیالي د جنوبي افریقا خلاف ترسره کړي.

د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې څه موده مخکې فاف ډوپلیسس له لوبډلمشرۍ څخه لرې کړ او پر ځای یې ځوان ویکټ کيپر اوپنر کيڼ لاسی توپ وهونکی، کوینټن ډي کاک د پنځوس اوریزو لوبو دلوبډلمشر په توګه وټاکه.

 ډي کاک چې د سویلي افریقا لوبډلې سره په کال ۲۰۱۳ م کال کې یوځای شو اوس د لوبډلمشرۍ تر سرحده هم را ورسېد. نوموړی د سویلي افریقا په جوحان زبورګ ښار کې په سویلي افریقا کې زیږدلی دی، په ۱۹۹۲ م کال د ډیسمبر په میاشت کې دي نړۍ ته راغلی،  تر اوسه یې د افریقا لپاره ۴۷ ټيسټ ۱۱۵ پنځوس اوریزې،او ۳۸ یې شل اوریزه لوبې تر سره کړي.

 د ډي کاک په اړه د سویلي افریقا بل کيڼ لاسي توپ وهونکي، ډیويډ ميلر خپل نظر داسي څرګند کړی:

 ((ډي کاک یو ځوان لوبغاړی دی ځوانه انرژي لري، ټيم ته به ښه خدمات وړاندې کړي، د نوموړي په وړتیا کې شک نشته، په حقیقت کې هغه یو ښه لوبغاړی دی.))

ميلر زیاتوې زه د ډي کاک ملاتړ کوم دا به ډېر ژر خپلې لوبډلې ته نوی پرمختګونه ورکړي، نوموړی به په خپلې لوبډلمشرۍ کې لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه د میلمنې انګلستانۍ لوبډلې پر وړاندې تر سره کړې. سویلي افریقایي هیواد وال د نوموړي لوبې ته ډېر پر تمه دي چې په خپله لوبډلمشرۍ کې به انګلستان لوبډله له ماتې سره مخ کړي.

 د انګلستان او سویلي افریقا ترمنځ به لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه په کيپټاون ښار کې د همدې میاشتي پر څلورمه نېټه دوهمه په ۷ نېټه او درېمه او وروستۍ پنځوس اوریزه لوبه به د فبرورۍ په ۹ نېټه ترسره شي.