انګلستان د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام خپل کړ

مسحن عزیزي
د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره د کرکټ د پنځوس اوریزو سیالیو نړیوال جام وګټلو.

د انګلستان او نیوزلنډ ترمنځ د پای لوبه وه چې پچه یې د نیوزیلنډ لوبډلې وګټله او په خپله یې د توپ وهنې پریکړه وکړه.
نیوزیلنډ لوبډلې په پنځوس اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۱ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۴۲ منډو هدف کیښود.
خو لوبه سوپر اور ته ووته، او په سوپر اور کې هم لوبه برابره شوه. په پایله کې دا چې انګلستان په خپلې پاڼۍ کې زیاتې څلوریزې او شپږیزې وهلې وې، د کرکټ د قانون پر اساس د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام اتل شو.