انګلنډۍ لوبډلې د لومړي ځل لپاره نړیوال جام خپل کړ

لعل اغا ابراهیمي

 د ۲۰۱۹ کال نړيوال جام پنځوس اوريزې سيالۍ چې د مۍ په ۳۰مه د لسو هېوادونو تر منځ پيل شوې وې، د جولای په ۱۴مه د کوربه انګلنډ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسيد. وروستۍ فاينل لوبه چې نن د افغانستان په وخت ماسپښين دوه بجې پيل شوه، نيوزيلنډ لوبډلې د انګلنډ په وړاندې لوبه تر سره کړه.

د لوبې پچه د نيوزيلنډ لوبډلې لوبډلمشر وګټله او لومړی يې د توپوهنې پريکړه وکړه، د اتو لوبغاړو په زيان يې په ټاکلې پنځوس اورونو کې ۲۴۱ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته يې د ۲۴۲ منډو هدف په مخ کې کيښود.

 د نيوزيلنډ لپاره په توپ وهنه کې ګپټېل ۱۹، کپټان ويليمسن ۳۰، ټام ليټن ۴۷، هنري د څلور څلوريزو په مټ په ۷۷ توپونو باندې ۵۵ تر ټولو زياتې منډې جوړې کړې.

 بله خوا بيا د انګلنډ لپاره په توپ اچوونه کې پلنکېټ، او کرېس ووکس درې درې جوفرا ارچر او مارک ووډ يو يو لوبغاړی وسوځاوه. په دوېم اننګز کې کوربه انګلنډ لوبډلې د نهو لوبغاړو په سوځيدو همدومره ۲۴۱ منډې جوړې کړې او لوبه يې مساوې کړه.

 د کريکټ د نړيوالو اصولو سره سم لوبه سوپر اور ته لاړه په سوپر اور کې لومړی توپ وهنه انګلنډ وکړه چې د ۱۶ منډو هدف يې نيوزيلنډ ته په مخ کې کيښود.

 د نيوزيلنډ لپاره جمي نيشام او ګوپټل يو ځل بيا لوبه مساوې کړه دا ځل خبره بونډريو ته راغله په بونډريو کې بيا انګلينډ وګټله. د کريکټ نړيوالو اصول دادي چې کومه لوبډله په سوپر اور کې ډيرې بونډرۍ تر لاسه کړي لوبه همغه لوبډلې ته ورکول کيږي، دا لومړی ځل شو چې انګلنډ لوبډله د پنځوس اوريزو نړيوال جام ګټي.

 د يادونې وړ ده چې د نړيوال جام په نيمه پای لوبه کې کوربه انګلنډ لوبډلې دفاعي اتلې اسټراليا ته او نيوزيلنډ لوبډلې بيا هند ته د اتلس منډو په توپير ماتې ورکړې وه.