چا چې د لومړي ځل لپاره په شل اوریز نړیوال جام کې هټرېک وکړ، ۴۳ کلن شو

 لیــــکنه: اکبرعــــلي ســـمون

 د ښی لاسي چټک توپ اچونکي اسټرالوي بریټ لي وړمه ورځ ۴۳ کلن شو، نوموړی د ۱۹۷۶ کال د نومبــر په اتمه د اسټرالیـــــا نېو سوت وېلز ولوګونګ سیمه کې وزیږېد.

 د بینګه په نوم سره شهرت لرونکی دغه چټک بالر د اسټرلیوي بل لوبغاړي شن لي ورور دی. بریټ لي د اسټرالیا د چټک توپ اچوونکو له منځه و چې د توپ اچونې سرعت ۱۶۱.۱ کیلومتر پر ساعت حساب شوی. ددې تر څنګ هغه یو بهترین فیلډر یا توپ نیونکی او د وروستۍ برخې ګټور توپ وهونکی هم و. دغه چټک توپ اچونکي د لومړي ځل لپاره اسټرلیا ته د هند خلاف په ۱۹۹۹ کال ډیسمبر کې د ټېسټ لوبې به ترسره کولو سره نړیـــــوال کــــریکټ پیل کړ او وروستۍ ټېسټ لوبه یې د ډیسمبر په ۲۶تمه د جنوبي افریقا خلاف په ۲۰۰۸ کال کې ترسره کړه.

 د پنځوس اوریزه لوبو پیل یې د پاکستان خلاف د ۲۰۰۰م کال جنوارۍ په نهمه وکړ او وروستۍ یوه ورځینۍ یې د انګلستان خلاف د ۲۰۱۲ د جولاۍ په اوومه نیټه ترسره کړه. بریټ لي لومړی شل اوریزه لــــوبه د نیوزلنډ خلاف د ۲۰۰۵ کال د فبرورۍ په اوولسمه او اخیرنۍ شل اوریزه لوبه یې د ۲۰۱۲ مارچ میاشتې په دیرشمه د ویسټ انډیز خلاف ترسره کړه.

 نوموړي په ۷۶ ټېسټ لوبو کې ۳۱۰ ویکټې په ۳۰.۸۱ اورېج سره اخیستي او د توپ وهنې په برخه کې یې د پنځه نیمه سلیزو پر مټ ۱۴۵۱ منډې جوړې کړپ دي. په ۲۲۱ یوه ورځینیو لوبو کې یې ۳۸۰ ویکټې په ۲۳.۳۶ اویورېج سره اخیستي او هم یې د دری نیمه سلیزو پر مټ ۱۱۷۶ منډې جوړې کړي.

 بریټ لي په ۲۶۲ شل اوریزه لوبو کې په ۲۴.۰۵ اورېج ســـره ۴۳۸ ویکټې اخیستي او تر څنګ یې د دری نیمه سلیزو پر مټ ۱۳۶۵ منډې هم لري.

 ددې تر څنګ یې ۱۱۶ فرسټ کلاس لوبې هم کړیدي چې په ۲۸.۲۲اورېج سره یې ټولټال ۴۸۷ ویکټې پکې اخیستي او د توپ وهنې په برخه کې د اته نیمه سلیزو پرمټ ۲۱۲۰ منډې هم جوړې کړې دي.

 بریټ لي په ټېسټ لوبو کې غوره توپ اچونه په یو اننګز کې د ۳۰ منډو بدل کې د پنځو ویکټو اخیستل دي، تر څنګ یې په یوه ورځنیو لوبو کې د ۲۲ منډو بدل کې ۵ ویکټې په شل اوریزه لوبو کې هم د ۲۲ منډو په بدل کې ۵ ویکټې او په فرسټ کلاس لوبو کې یې د ۱۱۴ منډو په بدل د اووه ویکټو اخیستل اوره توپ اچونه ده.چټ بالر بریټ لي په تجارتي لیګونو کې د نېو سوت وېلز،کېنګزالېون پنجاب، ویلینګټن، کلکته نایټریډرز، سیډني سیکسرز او اوټاګه لوبډلـــــو لپاره لوبیدلی. هغه لومړنی لوبغاړی و چې په ۲۰۰۷ کال شل اوریز نړیوال جام کې یې هټرېک وکړ؛او نوموړی په نړیوال کرکټ کې دوهم اسټرالیاوی لوبغاړی دی چې زیاتې ۷۱۸ ویکټې یې اخیستي.

 بریټ لي د ۲۰۱۵ کال جنورۍ میاشت کې له هر ډول کریکټ څخه تقاعد اعلان کړ او اوس د کریکټ لوبو کې د تبصرې یا کومینټرۍ ترڅنګ په فلمونو کې هم کار کوي.