د اسټرالیا خاوره د پاکستان لپاره د ناکامه ګام لومړۍ ورځ، نور هم شته
عبدالولي عمري
اسټرالیا د شل اوریزو لوبو لړۍ له پاکستانۍ لوبډلې یوړه.
لومړی لوبه باران له امله بې پایلي. دوهمه لوبه کې اسټرالیا په ۷ ویکټو ماته ورکړه.
او په دریمه لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې ۱۰۷ منډې هدف اسټرالیا ته ورکړ، د اسټرالیا پیلیز لوبغاړو ټاکلی هدف مات کړ.
بل خوا بیا ځوان ورزشي خبریال سید ادریس ولیزاده لیکي: اسټرالیا کې د اسیایي کرکټ لوبډلو ماتې؛
له سرېلانکا وروسته پاکستان هم د اسټرالیا خلاف د درېیو شل اورېزو لوبو په لړۍ کې مات شو. اسټرلیا په خپل کور کې د بریاوو لمانځنه کوي. د پاکستان او اسټرالیا ملي لوبډلو ترمنځ دوه ټیسټ لوبې هم ترسره کېږي.
ایرلنډ د یو وځنېو او ټیسټ سیالېو نوی لوبډلمشر اعلان کړ. د ایرلنډ لپاره د یورځنیو او ټیسټ لوبو لپاره نوی لوبډلمشر انډي بیلبرني وټاکل شو. دا خبر د ایرلنډ کرکټ بور ورکړی دی.
د افغانستان قیس احمد به په راتلونکي ۲۰۲۰ م کال کي ډیر بوخت وي ، ځکه دې کال کې قیس احمد بلاسټ سیالۍ، سل توپونولیګ، بیګ باش لیګ ټی ټین لیګ او داسي نورو لیګونو کې لوبیږي.