افغان کرکټ ملي لوبډله نن له ویسټ انډیز سره دوهمه سیالۍ کوي

 د افغانستان او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه ۵۰ اوریزه لوبه نن ترسره کېږي.

 ټاکل شوې دا لوبه د ماسپښین په یوه بجه پیل شي.

 د دواړو لوبډلو ترمنځ د افغانستان په کوربه توب هندوستان کې د درې ۵۰ اوریزو لوبو لړۍ روانه ده، چې لومړۍ لوبه یې ویسټ انډیز لوبډلې ګټلې ده.

 افغانستان او ویسټ انډیز تر اوسه اووه خپلمنځي پنځوس اوریزې لوبې کړي، چې درې افغانستان او درې ویسټ انډیز لوبډلې ګټلي او یوه لوبه یې د باران له امله بې پایلې شوې ده.

 له درې پنځوس اوریزو لوبو وروسته به دواړه لوبډلې درې شل اوریزې او یوه ټېسټ لوبه هم ترسره کړي.