هندي لوبډلمشر روهیت شرما خپل لوی مسوولیت اداء کړ
اکبرعلي سمون
د هندوستان او میلمه بنګله دېش ترمنځ د دریو شل اوریزه لوبو له منځه دوهمه لوبه هند له سیالې بنګالۍ لوبډلې په لوی توپیر وګټله.
تېره ورځ د هندوستان په راجکوت کې د هند او بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ د سریز دوهمه لوبـــــه کې هندي لوبډلمشر روهیت شرما ټاس وګټلو او د لومړی توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
بنګله دېش کریکټ لوبډلې په پوره شل اورونو کې د شپږو لوبغاړو سوځیدو سره هند ته د ۱۵۴ منډو هدف کیښود.
لېتن داس ۲۹، محمدنعیم ۳۶، سومیاسرکار او محمدالله ۳۰-۳۰ منډې جوړې کړې او هندوستان ته په توپ اچونه کې یوزوېندراچاهل دوه ویکټې واخیستې.
یـــــاد هدف ته هندۍ لوبډلـــه د لوبې په ۱۶م اوور کې ورسیده او بنګله دېش ته یې په اتــــو ویکټو ماتي ورکړه.
روهیت شرما چې د خپل شل اوریز نړیوال کریکټ په سلمه لوبه کې لوبیدو؛ په ۴۳ بالونو یې د شپږ شپږیزو او شپږ څلوریزو پرمټ ۸۵ منډې جوړې کړې؛تر څنګ یې شکردېوان ۳۱ او شریاس اېر ۲۴ ناسوځیدلي منډې وکړې.
روهیت شرما ددغې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
بنګله دېش لومړی لوبه کې کوربه هند له ماتي سره مخ کړ ؛دوهمه لوبې یې بیا هند ته بایلوده خو وروستۍ او د سیریز خپلولو لوبه به د یکشنبې په ماښام د هند په نګپور کې ترسره شي.