هندي لوبغاړي شرما د افریقا خلاف څه، څه وکړل؟

لیکنه:سمسورعلي نیازی

۱: د ټیسټ په دې دریو سیالیو کې یې دا ریکارډ هم جوړ کړ چې تر نورو زیاتې ۱۹ شپږیزې ووهلې.
۲: دوهم هندی اوپنر شو چې یو سیریز کې یې در سلیزې ترسره کړې.
۳: او د ځان لپاره چې په شل اوره لوبو کې سلیزه ترسره کړې بلکې په پنځوس اوره لوبه کې ډبله سلیزه او اوس یې د افریقا خلاف هم ټیسټ لوبه کې ډبله سلیزه ترسره کړه چې ۲۱۲ منډې وې چې په وروستۍ ټیسټ لوبه کې یې ترسره کړې.
دا میاشت د روحیت شرما لپاره یوه ښه او غوره میاشت وه.

 د یادولو وړ ده چې د افریقې کرکټ لوبډلې هند ته په سفر کې د دریو شل اوریزو لوبو چې مساوي پای ته ورسید ،تر دې وروسته درې ټیسټ لوبې ترسره کړې چې درې واړه هغه یې هند په خپل نوم کړې.
په دغه سفر کې چې که څه هم افریقا لوبډله دومره کمزورې نه ښکاریده خو بیا هم د هند کراوډ،او د هند په میدانونو کې د هندۍ لوبډلې بلدتیا هغه څه وو چې هند یې د سریز ګټونکې کړه.