راپور: سمسور علي نیازی
کرکټ: نمیبیا لوبډلې سکاټلنډ لوبډلې ته په ۲۴ منډو ماتې ورکړه. د نمیبیا لخوا ټارګیټ ۱۶۰/۶منډې وې چې پکې جی جی سمیت په ۲۲ توپونو د څلورو شپږیزو پر مټ ۴۳ منډې وکړې.ځواب کې یې سکاټلنډ لوبډلې ۱۳۸/۸ منډې وکړې. د لوبې غوره لوبغاړی جی جی سمیت شو.
.
.نیدرلنډ لوبډلې د پنځو لوبغاړو په شتون سنګاپور مات کړ سنګاپور خپل ټول لوبغاړي په ۱۰۱ منډو له لاسه ورکړل
د نیدرلینډ لخوا ښه توپ اچونه ونډر میروي او ونډر ګګتن وکړه او درې درې لوبغاړي یې وسوځول. یاد هدف نیدرلنډ په ۱۶،۳ اورونو کې پوره کړ چې پکې ماکس ووډ ښه توپ وهنه وکړه.
په بله لوبه کې بیا جرسي لوبډله په اماراتو برلاسې شوه
جرسي په ټاکلو شل اورونو کې ۱۴۸ هدف اماراتو لوبډلې ته مخ ته کیښود چې له لوري یې بنجامین وارډ په ۲۴ توپونو د څلورو شپږیزو پر مټ ۴۷ تېزې منډې وکړې
د جرسي له لخوا ښه توپ اچونکيي جُنید صدیق او ظهور احمد وو چې دوه دوه لوبغاړي یې وسوځول. یاد هدف اماراتو لوبډلې پوره نه شو کړی او په ۳۵ منډو یې لوبه جرسي ته پریښوده. د اماراتو لخوا یواځې روحان مصطفی ۲۸ زیاتې منډې وکړې. د جرسي لخوا ښه توپ اچونه هاریسن کارلین وکړه چې درې لوبغاړي یې وسوځول.

ټاکل شوې د همدې لوبو په جریان کې نن ته د لاندې لوبډلو تر منځ لوبې وشي. کاناډا/ ایرلینډ کینیا/ سنګاپور هنکانګ/ جرسي
برموډا/ نمیبیا نایجیریا/ عمان لوبډلې له یو بل سره لوبې وکړي.