لنډ ورزشي خبرونه

محمود خان منندوی

کرکټ: د میډیا کرکټ لیګ په لوبلړ کې د لغمان ميډيا لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې ننګرهار ميډيا لوبډلې ته په ۱۲ اورونو کې ۱۶۲ منډې هدف ورکړ. ننګرهار ميډيا لوبډلې په لسم اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو فقط ۳۱ منډې وکړې او لوبه یې د ۱۳۱ منډو په توپير وبايلله.

دوهمه بريا :د ننګرهار ورزشپاله ملګرو کرکټ لوبډلې د ۱۰۶ منډو هدف مو په اتم اور کې د پيل په توپوهونکو پوره کړ او په لس ويکټو مو بريا خپله کړه.
لغمان ميډيا پایلوبې ته لار ومونده؛ خو له پايلوبې وړاندې سبا سهار کونړ ميډيا سره لوبه لرو.
يادونه: په ميډيا لیګ کې له ننګرهاره دوه، له لغمان او کونړه یوه يوه لوبډله ګډون لري.

فوټبال: لومړۍ نیمایي د موجهای آمو په بریا پایته ورسېده!

موجهای آمو 1
میوند اتلان 0

د موجهای آمو له پاره محمد سروش په 35مه دقیقه کې ګول ولګاوه.

فوټبال: د میوند اتلانو روزونکی علي جواد عطایي د نن لوبې څخه مخکې:

د میوند اتلانو ټول لوبغاړي د خپل زون څخه دي. د دې لوبډلې 80 فیصده یي ځوانان دي. دا لوبغاړي لږ تجربه په غوره لیګ کې لري ( محدود لوبغاړي د غوره لیګ تجربه لري).