د والیبال افغان لوبډلې دوهمه ماتې هم وخوړه

د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې په مرکزي اسیا زون سیالیو کې دویمه لوبه هم وبایلله.

دا لوبه افغانستان له ازبکستان سره ترسره کړه او درې د صفر مېدان مقابل کې یې له افغان لوبډلې وګټله.

افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه ترکمنستان ته بایللې وه؛ دویمه لوبه کې یې بنګله دېش درې د دوه مېدانونو مقابل کې ماته ورکړه.

افغان لوبډله به د پنځم مقام ګټلو لپاره سبا له نیپال سره لوبه ترسره کړي.

دغه لوبې د نیپال په کوربه توب ترسره کیږي.