ميوند اتلانو خپله لومړۍ لوبه د موج های آمو مساوي کړه

سمیع سیرت

د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالېو په دوام نن دريمه لوبه کې ميوند اتلانو او موج های آمو سره لوبه ترسره کړه او په مساوي توګه ۱-۱ لوبه پای ته ورسېده.

د لوبې لومړی نيمه کي د موج های آمو په ګټه په ۳۵ دقيقه کې خان محمد سروش ګول وهنه وکړه او د ميوند اتلانو لپاره بيا عبدالواحد نورزي په ۷۳ دقيقه د ميوند اتلانو په ګټه ګول ووهه.

نن دې لیګ په دوام کې د افغانستان غوره ليګ د سياليو څلورمه لوبه د سپين غر بازانو او اباسين څپې تر منځ شپږ بجې ترسره کیږي.

ترسره سوو مخکينيو دوه لوبو کي طوفان هريرود له سيمرغ البرز څخه ۱-۰ او شاهين اسمايي له عقابان هندوکش څخه ۱-۰ لوبه وګټله.