لنډ ورزشي خبرونه

محمود خان منندوی

په تېرو اوو فصلونو کې د میوند اتلانو ګولونه تر ګروپي پړاو وروسته:

2012 یوولس ګولونه یي ولګول او شپږ ګولونه یي وخوړg. 2013: اووه ګولونه یی ولګول او یو ګول یي وخوړ. 2014: یو ګول یي ولګh,i او شپږ ګولونه یي وخوړل. 2015: څلور ګولونه یي ولګول او دوه ګولونه یي وخوړل. 2016: څلور ګولونه یي ولګول او څلور ګولونه یي وخوړل. 2017: څلور ګولونه یي ولګول او یو ګول یي وخوړ. 2018: څلور ګولونه یي ولګول او درې ګولونه یي وخوړل.

رسمي: د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ د اتم فصل پچه اچونه وشوه!. دا لوبې راتلونکې سه شنبه د اسد پر 29مه نېټه پیلیږي.

رسمي: تر هغه وروسته چې د فرانسې د لومړی لیګ په لومړۍ اوونۍ کې د لیون پر وړاندي سیسک فابریګاس ویستل شو، د فرانسې د فوټبال د اتحادیې انظباطي کمېټې هغه درې لوبي محروم کړی.

کرکټ: هند د یو ورځنیو لوبو سیریز هم د ویسټ اینډیز څخه وګاټه، هند دغه درې ورځنی سیریز 2-0 وګاټه. ( یوه لوبه بې پایلي سوې وه). هند د دریو شل اوریزو لوبو سیریز 3-0 تېره اوونۍ د دوی څخه وګاټه. هند راتلونکې شنبه د ویسټ اینډیز سره درې ورځنۍ تمریناتي او دغه راز راتلونکې اوونۍ کي د ویسټ اینډیز سره د دوو ټیسټ لوبو سیریز هم پیلوي.