وروستی ورزشي خبرونه

محمود خان منندوی
رسمي: د لیسبون بلجیمی حمله کوونکی لوبغاړی باس ډوست په 7 میلیونه یورو سره په 3 کلن قرارداد د اینټراخټ فرانکفورټ سره یو ځای شو.
سکای ایټالیا: د اینټر میلان پرټګالی مرکزی لوبغاړی ژایو ماریو د مسکو د لوکوموټیو کلب سره یو ځای کېدو ته نږدې شوی دی. دا معامله په قرضي او د بیا رانیولو په بند سره کېږي.
رسمي: د منچسټر یونایټډ مرکزي لوبغاړی لوک شاوو د زخمي کېدو په خاطر یوه میاشت لوبي نه شي کولای.

رسمي: د بریټانیا تر ټولو شتمن شخص او د INEOS ګروپ رئیس سرجي راټکلیف د فرانسې د نایس کلب رانیوه.
راټکلیف اوس 66 کلن دی او د 2018م کال په اپریل میاشت کي یي ټوله شتمني 32 بیلیونه ډالره وه.
د ریال ماډریډ هغه لوبغاړي چي په دې فصل کي تر اوسه زخمي سوي دي: براهیم، آسنسیو، مینډي، یوویچ، کورټوا، هازارډ، روډریګو او جیمز.
نیو زیلنډ په یوه اینینګ او 65 منډو په دوهمه ټیسټ لوبه کې سریلانکا ته ماته ورکړه. لومړۍ لوبه سریلانکا ګټلې وه او دا سیریز هم 1-1 مساوي خلاص شو. راتلونکې اوونۍ دوی د شل اوریزو لوبو سیریز هم پیلوي.

رسمي: جیمز به د زخمي کېدو په خاطر دوې یا درې اوونۍ له لوبو څخه لیرې وي.