هند کرکټ ملي لوبډلې د ویسټ انډیز لوبډله په لومړۍ ټېسټ لوبه کې ماته کړه

د هندوستان او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په لومړۍ ټېسټ لوبه کې هند لوبډلی لومړی ۲۹۷ منډې وکړې.

ویسټ انډیز لوبډله خپله لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې په ۲۲۲ منډو اوټ شوه.

هند لوبډلې دویم وار توپ وهنه کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۴۳ منډې وکړې او په دې سره یې ویسټ انډیز لوبډلې ته د ۴۱۹ منډو هدف ورکړ.

د ویسټ انډیز ټوله لوبډله په ۱۰۰ منډو اوټ شوه او لوبه یې د ۳۱۸ منډو په توپیر وبایلله.

اجینکا رهاني د سلیزې په مرسته ټولې ۱۸۳ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

هند لوبډلې ویسټ انډیز ته سفر کړی او له دې وړاندې یې د شل اوریزو او پنځوس اوریزو لوبو لړۍ هم ترې ګټلې وه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه ټېسټ لوبه به د روانې اګسټ میاشتې په ۳۰مه نېټه پېل شي.