د افغان ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډله سریلانکا ته رسېدلې

د افغانستان له ۱۹کلنو کم عمره ملي لوبډله پرون د اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه سریلانکا هېواد ته ولاړه چې په یاد هېواد کې به د اسیا جام سیالیو پر مهال له خپلې اتلولۍ دفاع وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د دې بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزي د لوبغاړو له تګ وړاندې له هغوی سره ناسته وکړه او ژمنه یې وکړه چې دوی ته به هم د ملي لوبغاړو په څېر هر ډول اسانتیاوې برابروي.

د یادولو وړ ده چې د اسیا جام سیالۍ د راتلونکې سپټمبر میاشتې په پنځمه پیل او د یادې میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې به دوام وکړي او د افغانستان له ۱۹ کلنو کم لوبډله به په یاد هېواد کې د اګست له ۲۶مې نېټې د سپټمبر تر دویمې نېټې پورې تمرینات وکړي.