له رسمي سیالیو وړاندې افغان لوبډلې له ویسټ انډیز سیالي وګټله

د افغانستان او ویسټ انډیز ایلېون کرکټ لوبډلو ترمنځ په ۵۰ اوریزه تمریناتي لوبه کې افغانستان ویسټ انډیز ته په ۴ ویکټو ماتې ورکړه.
په دغې لوبه کې د ویسټ اینډیز ټوله لوبډله د نوین الحق او شرف الدین اشرف د ښې توپ اچونې له امله ۳۹م اور کې په ۱۵۶ منډو اوټ شوه.
ویسټ انډیز ته روستن چیس ۴۱ تر نورو زیاتې منډې وکړې؛ افغانستان ته نوین الحق او شرف الدین اشرف درې درې ویکټې واخیستې.
ګلبدین نایب دوه، یمین احمدزي او کریم جنت یوه یوه ویکټ واخیسته.
افغان ایلېون لوبډلې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۵م اور کې هدف پوره کړ او لوبه یې د څلور ویکټو په شتون کې وګټله.
رحمت شاه ۴۷ او نجیب الله ځدران ۴۰ منډې وکړې.
د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ د هندوستان په لکنو لوبغالي کې درې پنځوس اوریزي درې شل اوریزې او یوه ټېسټ لوبه ترسره کېږي.
ټاکل شوې لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه یې سبا ماسپښین یوه بجه پیل شي.
افغانستان له ویسټ انډیز سره ۶ پنځوس اوریزې نړیوالې لوبې کړي، درې افغانستان او دوه ویسټ انډیز ګټلي، خو یوه لوبه یې د باران له امله بې پایلې شوې ده.