د ښځينه وو په بيګ باش ليګ کې ۲ لوبغاړو د پام وړ لوبه وکړه

سمیع سیرت

 د اسټرالیا د ښځینه وو په بیګ باش لیګ کې د سيډني سيکسرز دوه لوبغاړو يادګاري لوبه وکړه، او د لوبې له پيله تر پايه ناسوځېدلي له ميدانه ووتلې.

 اليس هيلي او اليس پيري د سيډني لوبډلې لپاره د اوپنينګ ملګرتيا وکړه چې د شل اورونو په لوبولو يې ۱۹۹ منډي جوړې کړې او ميلبورن سټارز ته يي ۲۰۰ منډې هدف وټاکه.

 ټاکلي هدف کې اليس هيلي، په ۵۳ توپونو ۱۰۶ منډې جوړې کړې او اليس پيري بيا په ۶۸ توپونو ۸۷ منډي جوړي کړې. سيډني سيکسرز دا لوبه په ۴۵ منډو له ميلبورن سټارز لوبډلې څخه وګټله.

 د يادولو چې پرون ورځ د اليس پيري د زېږېدو له ورځې سره برابره وه.