تېره شپه په سیر اې کې اث میلان د لاټزیو څخه 2-1 ماته وخوړه، نورهم شته

محمود خان منندوی

 د لازیو لپاره ایموبیلي او کوریرا ګولونه ولګول او د اث میلان ګول بیا باسټوس ( خپل پر ځان ګول) ولګاوه.

 65 لوبي | 45 بریاوې | 12 مساوي | 8 ماتي | %69.23 بریا

هلمند کې د کرکټ په روانو لومړی درجه سياليو کې سباوون شعيب خان لوبډلې ته په ۸۱ منډو ماته ورکړه، او د دې سياليو نيمه پايلوبو ته يې لار وموندله.  د دې لوبې غوره لوبغاړی په ۸۳ منډو جوړولو سره احسان الله همراز ونومول شو.

د يوګاندا کرکټ ملي لوبډله زمبابوې ته رسېدلې او د دې هيواد له بيلابيلو لوبډلو سره څلور يوه ورځنۍ او يوه شل اوريزه لوبه کوي.

 له هغه وروسته چې کرکټ نړيوالي شورا د يو لړ اداري فساد د تورونو په اساس د زمبابوې له کرکټ بورډ څخه د بشپړ غړیتوب اخيستلو لنډ مهاله پرېکړه وکړه، دې هيواد دوهمې او دريمي درجې هيوادونو سره په خپل کور کې د لوبو کولو هڅې را پيل کړي.

 زمبابوې څخه کرکټ نړيوالي شورا بنديز لرې کړ، خو دا هيواد د راتلونکي شل اوريزه نړيوال جام برخه نه ده.