نن افغان لوبغاړو يوځل بيا په دوه ګروپونو (رېډ او ګرين لوبډله) کې خپلمنځي تمريناتي لوبه وکړه چې په پايله کې يې رېډ لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د 113 منډو په توپير ماتې ورکړه.
رېډ لوبډلې لومړی توپوهنه پيل کړه او په 47:1 اورونو کې يې ټولې 251 منډې ترلاسه کړې؛ د يادې لوبډلې د توپوهونکو له ډلې اکرام علي خيل 67, کريم جنت 66 او شفيق الله شفق 27 ډېرې منډې وکړې او د ګرين لوبډلې توپ اچوونکو هر يوه ضياء شريفي څلور، اصغر افغان او وفادار مومند دوه- دوه ويکټې واخيستې.
د ګرين لوبغاړو پخپله پاڼۍ کې يوازې 138 منډې وکړې او لوبه يې وبايلله چې په استازيتوب يې منير 34، نجيب تره کي 23 او رحمت شاه 22 منډې وکړې.
د رېډ توپ اچوونکو هر يوه شاپور ځدراڼ پنځه، کريم جنت او ضياءالرحمن اکبر دوه – دوه لوبغاړي وسوځول او په دې سره يې بريا خپله کړه