نن یې په تمریني کمپ کې څلور وېکټې تر لاسه کړې.
نن افغان لوبغاړو يوځل بيا په دوه ګروپونو (رېډ او ګرين لوبډله) کې خپلمنځي تمريناتي لوبه وکړه چې په پايله کې يې رېډ لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۱۳ منډو په توپير ماتې ورکړه.
رېډ لوبډلې لومړی توپوهنه پيل کړه او په ۴۷،۱ اورونو کې يې ټولې ۲۵۱ منډې ترلاسه کړې؛ د يادې لوبډلې د توپوهونکو له ډلې اکرام علي خيل ٦٧, کريم جنت ٦٦ او شفيق الله شفق ٢٧ ډېرې منډې وکړې او د ګرين لوبډلې توپ اچوونکو هر يوه ضياء شريفي څلور، اصغر افغان او وفادار مومند دوه- دوه ويکټې واخيستې.
د ګرين لوبغاړو پخپله پاڼۍ کې يوازې ١٣٨ منډې وکړې او لوبه يې وبايلله چې په استازيتوب يې منير ٣٤، نجيب تره کي ٢٣ او رحمت شاه ٢٢ منډې وکړې.
د رېډ توپ اچوونکو هر يوه شاپور ځدراڼ پنځه، کريم جنت او ضياءالرحمن اکبر دوه – دوه لوبغاړي وسوځول او په دې سره يې بريا خپله کړه