راشدخان د بیګ باش لیګ ستوری بلل کیږي

ولید خپلواک

د کرکټ په نړۍ کې کم عمره افغان راشد خان یوځل بیا د بیګ باش لیګ ستوری لیدل کيږي. د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ الراونډر راشد خان یو ځل بیا د بیګ باش تجارتي سیالیو بهترینه لوبغاړی لیدل کيږي.

 د راشدخان په اړه د انګلستاني توپ وهونکي فېلېپ سالټ څرګندونې:

 سالټ چې په ښي لاس توپ وهنه ترسره کوي، د راشد خان سره په یوه لوبډله کې لوبه ترسره کوي.

 هغه د راشد خان په اړه وویلي:

 ((دا حقیقت دی چې په ورستیو درې لوبو کې راشد خان زمونږ لوبډله بریا ته ورسوله، هغه په دغه درې سیالیو کې دا وښوده چې واقعي یو ښه لوبغاړی دی او اډیلایډ ته په لوبه کې مهم رول لوبوي. هغه په دوو لوبو کې خورا ښه توپ اچونه وکړه، په لسمه لوبه کې یې د پېرت سکارچرز لوبډلې پر وړاندې ۴۰ منډې ورکړې او درې وېکټې یې واخېستې او د یکشنبې په ورځ د ډېسمبر په ۲۹ مه نېټه یې د مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې خلاف یې یو ځل بیا درې وېکټې واخېستې او لوبې غوره لوبغاړی شو. نوموړي په ۱۶ توپونو د دوه شپږیزو او دوه څلوریزو په مرسته ۲۵ منډې وکړې او د توپ اچونې په برخه کې یې د مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې درې وېکټې هم ترلاسه کړې.))

راشد خان د افغانستان کرکټ لوبډلې ترټولو غوره لوبغاړی دی چې په درې فارمټونو کې د افغانستان په ګټه د نړۍ پر وړاندې لوبې ترسره کوي.

 بیګ باش د افغان لوبغاړو لپاره ځکه ډیر ګټور دی چې راتلونکی نړیوال شل اوریزه جام هم په استراليا کې ترسره کيږي.