ورلډ ایلېون به د افغان او بنګالي لوبغاړو څخه هم برخمن وي

ولید (خپلواک)

سوراف ګنګولي وایي؛ د بنګله دیش په شمول به افغان لوبغاړي هم په یوولس کسیزه لوبډله کې واخیستل شي.
د هندوستان پخواني لوبغاړی او اوسني د کرکټ بورډ مشر (سوراف ګنګولي) ویلي دي چې د ورلډ ایلیون یا د نړۍ یوو لس کسیزې لوبډلې پر وړاندې به په (BCCI) هند کرکټ بورډ اسیا یي یوولس کسیزه لوبډله کې به د هند، بنګله دېش او افغانستان لوبغاړي ولوبيږي او د پاکستان کرکټ لوبغاړو ته به هیڅ چانس ورنه کړي او نه به پکې لوبه ترسره کړي.

بنګله دېش کرکټ بورډ غواړي چې په ۲۰۲۰ م کال کې د مارچ په میاشت کې د دې هیواد د ازادۍ اتل (شیخ مجیب الرحمن)سل کلنه کلیزه په شاندارو مراسمو ولمانځې، چې پر دغې وخت کې دوه شل اوریزه لوبې هم ترسره کیږي چې د نړۍ يوولس کسيزې او اسيايي يوولس کسيزې لوبډلې ترمنځ به د بنګله دېش په ډهاکه کې ترسره شي.

د دې سیالیو وخت او نیټه په ډاګه شوې او د بنګله دیش کرکټ بورډ هم د دغې سیالېو د ترسره کولو اجازه ورکړې.

د پاکستان کرکټ لوبغاړي او مینه وال دغه ډول پرېکړې سخت اندېښمن او په غوصه کړي دي چې د هندوستان کرکټ بورډ مشر سوراف ګنګولي کړي ده.

ګڼګولي په اوسني کنفرانس کې وویل چې هیڅ پاکستانى لوبغاړى به د اسیا په لوبډله کې ونه لوبول شي او نه به یې کوم لوبغاړي ته وخت ورکړي.

د هند په شمول به دغه لوبډله کې افغان او بنګله دیشي لوبغاړي وي.

بنګله دېش کرکټ بورډ په پرونۍ ناسته کې خبردارى ورکړى چې پاکستان هيواد ته خپل لوبغاړي د لوبې کولو لپاره ور پرې نږدي.