په بېګ باش لیګ کې د غوره لوبغاړي جایزه راشدخان واخيسته

د بېګ باش کرکټ لیګ په دوام ۱۵ مه لوبه د اسټرالیا په مېلبورن ښار کې د اډیلایډ سټرایکرز او مېلبورن رېنېګېډز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د راشدخان ښې توپ اچونې پکې اډیلایډ لوبډله بري ته ورسوله.
د بېګ باش لیګ ۱۵ مه لوبه د یکشنبې په ورځ د مېلبورن رېنېګېډز او اډیلایډ سټرایکرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې اډیلایډ لوبډلې پکې مېلبورن لوبډلې ته په ۱۸ منډو ماته ورکړه.
اډیلایډ لوبډلې ۱۵۵ منډې وکړې او ۶ لوبغاړي یې وسوځېدل.
مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې په شل اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۷ منډې وکړې او لوبه ترې اډیلایډ لوبډلې په ۱۸ منډو وګټله.
راشدخان د دې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو؛ هغه په ۴ اورونوکې ۱۵ منډې ورکړې، دوه لوبغاړي یې بولډ اوټ کړل او یو لوبغاړی یې په یواځې ځان رن اوټ کړ.
راشدخان د توپ وهنې پرمهال په ۱۶ توپونو د ۲ شپږیزو او ۲ څلوریزو په مرسته ۲۵ منډې هم وکړې.
د بېګ باش لیګ په لسمه لوبه کې هم راشدخان درې وېکټې اخېستې وې او لوبډله یې بري ته رسولې وه.