ټراوېس هېډ: افغان لوبغاړی راشدخان بېګ باش ته د یو اتل په څېر را روان دی

د اسټرالیا سوداګریزې لوبې یا بېګ باش سیالۍ هر کال د کال په وروستیو میاشتو کې ترسره کېږي او د راروان کال لومړیو میاشتو پورې دوام کوي، چې سږ کال به یې لسم پړاو کې افغان لوبغاړي شامل وي.

سږ کال به د ډېسمبر په میاشت کې د بېګ باش لیګ لسم پړاو ترسره کېږي، چې دې لیګ کې راشدخان، محمدنبي عیسی خېل، مجیب الرحمن، ظاهرخان او قېس احمد د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ م کلونو پړاو کې ولوبېدل.

راشدخان له اډیلایډ سټرایکرز، محمد نبي له مېلبورن رېنېګېډز، ظاهرخان او مجیب الرحمن له برېسبېن هیټ لوبډلې سره او قېس احمد له هوبرټ هرېکېنز لوبډلې سره لوبېدلي دي.

راشدخان په ۲۰۱۸ م کال کې د ټول ټورنمنټ غوره بالر اعلان شوی و او اتلولي هم یو ځل د دوی لوبډلې اخېستې وه.

اوس د اډیلایډ سټرایکرز کرکټ لوبډلې لوبډلمشر ټراوېس هېډ وایي، چې راشدخان به د یو اتل په څېر راروان پړاو لیګ کې د دوی د لوبډلې برخه وي او نور بهرني لوبغاړي به هم ورسره موجود وي.

د بېګ باش کرکټ لیګ اتلولۍ درې ځلې پېرت سکارچرز، دوه ځلې سېډني سېکسرز، یو ځل برېسبېن هیټ، یو ځل سېډني تندر او یو ځل اډیلایډ سټرایکرز کرکټ لوبډلې ګټلي دي.