ټېم پېن له ویرات کولي هیله کړې چې د ډېسمبر میاشتې سیالۍ کې ګډون وکړي

د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د ټېسټ لوبو لوبډلمشر ټېم پېن له ویرات کولي هیله کړې، چې اسټرالیا کې له یادې لوبډلې سره په ګلابي توپ ټېسټ لوبې وکړي.

ټېم پېن چې په ټېسټ لوبو کې د اسټرالیا کرکټ لوبډلې لوبډلمشر دی، له هندي کرکټ لوبډلې مشر ویرات کولي څخه هیله کړې، چې له دوی سره په اسټرالیا کې د سور توپ خلاف په ګلابي یا پېنک توپ ټېسټ لوبې وکړي.

تمه ده چې روان کال د هندوستان کرکټ لوبډله اسټرالیا ته د ټېسټ لوبو لپآره سفر وکړي او د برېسبېن سیمې په ګابا لوبغالي کې سره مخ شي.

دا چې ټېسټ لوبې زیاتره وخت د ورځې پېلېږي او تر شپې پورې غځېږي؛ نو ګلابي توپ نسبت سور توپ ته د شپې لخوا لوبغاړو ته ښه ښکاري او ښه یې لیدلی شي.

ګلابي توپ له څلوېښتم اوور وروسته ښه سوېنګ او بانس اخلي او سور توپ یواځې د لوبې د پیل ۱۵ اورونو کې سوېنګ او بانس اخلي.

نو اوس د اسټرالیا کرکټ لوبډلې لوبډلمشر ټېم پېن له ویرات کولي هیله کړې، چې د ډېسمبر په درېیمه نېټه ورسره په ګلابي توپ ټېسټ لوبې پیل کړي.

هندوستان په ۲۰۱۹ م کال کې اسټرالیا ته سفر کړی او تاریخي ټېسټ کرکټ لوبو باکسېنګ ډی کې یې اسټرالیا ته ماته ورکړې وه.