وهاب ریاض: پاکستان ته لوبیدل یې لومړیتوب دی

ولید ( خپلواک )

 د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې نوموتي لوبغاړي وهاب ریاض د باکستان کرکټ ملي لوبډلې ته د ځان لوبول د نوموړي لومړیتوب بللی. نوموړي په یو بیان کې ویلي:

(( که چېرته اړتیا شي او د انګلستان سفر لپاره لوبډله چمتوالی ونیسي نو دی به پرته له فکره د خپل ټیسټ تقاعد څخه راووځي.))

وهاب ریاض د پاکستان په هغه سکواډ کې شامل دی چې څه ورځي وړاندې دې لوبډلې د انګلستان خلاف د درې ټیسټ سیالیو او درې شل اوریزه لوبو لپاره اعلان کړ.

ریاض ویلي: ((ماته د پاکستان کرکټ بورډ زنګ وهلی و او د انګلستان پر وړاندې یې راته د درې ټیسټ لوبو څخه د لوبیدو غوښتنه کړې، ما هم بغیر له دې چې څه سوچ وکړم ورته مې وویل چې هو زه لوبیږم او دا زما لپاره لومړیتوب دی چې د خپل هیواد نماینده ګي وکړم.))

پاکستان کرکټ بورډ د وهاب ریاض سره مرکزي قرارداد هم نه دي کړي.

 یاده دې وي چې وهاب ریاض او محمد عامر په یو وار د نامعلوم دلیل له مخې د ټيسټ کرکټ سره مخه ښه وکړه.