وهاب ریاض، محمد عامر او حسن علي له ستر تاوان سره مخ شول

د پاکستان کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې درې چټک توپ اچوونکي یې د ۲۰۲۰ م کال تر پایه پورې له قرارداد څخه محروم کړي او تنخواوې به نه ورکوي.

دا چې ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس خپور دی، نو کرکټ بورډونه یې له مالي ستونزو سره مخ کړي، نو کرکټ بورډونه هڅه کوي، چې لوبغاړو سره د پېسو په بدل کې قراردادونه وکړي. د همدغو قراردادونو په لړ کې د پاکستان کرکټ بورډ له وهاب ریاض، محمد عامر او حسن علي سره نوي قراردادونه نه دي کړي او په دې ډول یې له معاشونو محروم کړي دي. د دې سربېره د پاکستان کرکټ بورډ پخوانی لوبډلمشر سرفراز احمد هم له الف درجې څخه بې درجې ته وروسته کړی. ازهرعلي، شاهین افریدي او بابراعظم بیا الف درجو ته پورته شوي او د هر یوه معاش د یو کال لپاره یو اعشاریه یو میلیون پاکستانۍ کالدارې ټاکل شوی دی. د دې ترڅنګ بابراعظم د پاکستانۍ لوبډلې د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر هم ټاکل شوی او ازهرعلي بیا د پاکستان د ټېسټ کرکټ لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی دی.