ډیويډ وارنر: د سمیت او کوهلي ذهنونه غښتلي دي

ولید خپلواک

 د اسټرالیا نامتو کرکټ ډیویډ وارنر د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي کرکټر او د منډو ماشین ویراټ کوهلي او سټیپ سمیت ستاینه وکړه.

وارنر د دې دوه پیاوړو لوبغاړو په اړه وايي: (( د نړۍ دوه مخکښ لوبغاړي دي چې ویراټ د هندوستان لپاره خو سټيپ سمیت بیا د استرالیا لپاره لوبې ترسره کوي، دوی دواړه په میدان کې د ګټې په لور هميشه حرکت کوي، هندي لوبډلمشر خورا ښه توپ وهونکی دی، همدا شان تخنکې کرکټر هم دی.))

وارنر د سمېت په اړه زیاتوي: (( بل پلو سټیپ سمیت هم عجيبه سټایل لري، په دې کې شک نشته چې ویراټ او سمیت سره ډېر توپيرون لري.))

 د استرالیا چپ لاسي توپ وهونکې ډيویډ وارنر ویلي: ((ویراټ کوهلي او سمیټ دواړه له ذهني پلوه خورا پیاوړي دي او خوښ دي چې په ویکټ باندې پاتې شي، دوی دواړه د لوبډلې مورال لوړه وي دواړه په لوبغالې کې د وخت تیرولو سره مينه لري ویراټ د خپل تکتیک له مخې کرکټ ترسره کوي، اما سټیپ سمیت بیا په منځ کې پاتې کيږي او غواړي ټول توپ وهونکي له ځانه سره ولوبوي.)) یاده دې وي چې سمیت، وارنر، او ویراټ په حقیقت کې د کرکټ ښه لوبغاړي دي.