پاکستان کرکټ بورډ: محمد عامر د انګلنډ خلاف لوبوو

ولید خپلواک

 د پاکستان کرکټ بورډ خبر وکړ چې محمد عامر به د څه ځنډ وروسته انګلستان هیواد ته سفر وکړي.  پاکستان کرکټ بورډ د پيل څخه محمد عامر ته په تمه و، خو محمد عامر بیا د یاد لوبلړ څخه د نه لوبېدو وړاندیز وکړ او دلیل یې دا وړاندې کړ چې د نوموړي نوی ماشوم دې نړۍ ته راځي، دا چې محمد عامر یو له ګواښونکو توپ اچونکو څخه دی، نو پر همدې موخه پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په سکواډ کې ورشامل کړ.

 نوموړی به انګلستان ته د تګ مخکې دوه ځله د کرونا ټيسټ وکړي او له هغه وروسته به بیا انګلستان هیواد ته سفر وکړي.

 پاکستان کرکټ ملي لوبډله څو اونۍ وړاندې انګلستان هیواد ته په سفر تللی وه چې اوس مهال په تمریناتو بوخته ده.

 انګلستان هیواد په نړۍ کې هغه هیواد و چې د نړیوال کرکټ پیل یې د نورو کرکټ بورډونو او هیوادونو څخه مخکې وکړ.

 یاده دې وي چې انګلستان کرکټ ملي لوبډله اوس مهال د ویسټ انډيز سره په ټيسټ سیالیو بوخته ده.

انګلنډ لوبډله به د ویسټ انډیز سره د ټيسټ لوبو وروسته، ایرلیډ لوبډلې سره د اګسټ په پیل کې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي، د دې لوبو وروسته به انګلستان لوبډله د مېلمه پاکستانۍ لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي او تازه استرالیا کرکټ بورډ هم اعلان وکړ چې انګلستان هیواد ته به دسیالیو په موخه سفر کوي.