پاکستان د انګلنډ خلاف خپله ۲۹ کسیزه کرکټ لوبډله اعلان کړه

د پاکستان کرکټ بورډ انګلستان ته د سفر لپاره ۲۹ کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې پکې دوو ځوانو لوبغاړو کاشیف بهتي او حیدرعلي ته په لومړي ځل ملي لوبډله کې چانس ورکړل شوی دی. حیدرعلي د پاکستان د نوولس کلنې لوبډلې لپاره ښې لوبې ترسره کړي وې او همداشان د ۲۰۲۰ کال پي ایس ایل سیالیو کې یې د پشاور زلمي لوبډلې لپاره هم لوبه ترسره کړې. د پاکستان لوبډلې په اعلان شوي ترکیب کې محمد عامر، حارث سوهیل او حسن علي شتون نه لري.

عماد وسیم، یاسر شاه او شهاب خان هم د دې نوملړ په منځنۍ برخه کې قرار لري.

دغه راز شاهین شاه افریدي، عثمان  شینواری ، محمد عباس او فهیم اشرف هم په دې نوملړ کې ترسترګو کېږي.

ټاکل شوې چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډله د انګلنډ خلاف سیالۍ ترسره کړي، دې سیالېو ته پاکستان او انګلنډ کرکټ ملي لوبډلو خپل چمتو والی ښودلی.