کورونا اوږد ځنډ ورکړ؛ سر له نن د کرکټ نړيوالې سیالۍ بيا پيليږي

که څه د نړۍ ټول چاپیریال کورونا ساري وایروس ککړ کړی و او پرلپسې څو میاشتې یې د ورزش هر ډول سیالې وځنډولې، ورو ورو اوس دا ساري وایروس مخ په ورکېدو ښکاري.

د ورزش ګڼ شمېر رسنېو خبرونه خپاره کړي او د بېلابېلو لوبډلو ترمنځ یې د سیالېو د مهالوېش په اړه خپلې بندې خولې پرانیستي.

د کرکټ نړېوالې شورا اعلان کړی چې ټاکل شوې نن/چهار شنبه د ويسټ انډيز او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه پيل شي.
ويسټ انډيزۍ لوبډلې انګلستان ته سفر کړى او هلته ورسره درې ټېسټ لوبې ترسره کوي.
د انګلستان لپاره بېن سټوکس په لومړي ځل د دغې سياليو لوبډلمشري کوي.
د کرکټ نړيوالې شورا ويلي دغه سيالۍ به د کوېډ ١٩ ناروغۍ د مخنيوي لپاره له ننداره چيانو پرته ترسره شي.