د افغان کرکټ بورډ ته هیله بښونکی خبر

د افغانستان ملي لوبډله د کرکټ نړيوالې شورا د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې د لس غوره لوبډلو په ليسټ کې شامله شوه.
افغانستان تر دې مهاله پورې يوازې دوه ټېسټ لوبې کړي، چې لومړۍ کې يې ماته منلې او دویمه کې يې بريا خپله کړې، همدا راز اوس يې له بنګله دېش لوبډلې سره يوازينۍ ټېسټ لوبه روانه ده، خو په دې مهال کې افغان لوبډله له ۱۱م مقام څخه ۱۰م مقام ته پورته شوه او د ايي سي سي په ټېسټ درجه بندۍ کې د لس غوره لوبډلو کې شامله شوه.
له هغه مهال راهيسې چې کله موږ په لومړي ځل د ۲۰۱۷ کال جون مياشت کې د کرکټ نړيوالې شورا له لوري بشپړ غړيتوب ترلاسه کړ، نو خپله لومړۍ ټېسټ لوبه مو د ۲۰۱۸ کال جون مياشت کې د هند په وړاندې ترسره کړه.
که څه هم د هند په وړاندې په ټېسټ لوبه کې افغان لوبډلو کومه لاسته راوړنه نه درلوده، خو تر ټولو مهمه خبره دا وه چې دا د افغانستان لپاره لومړۍ ټېسټ لوبه وه او افغان لوبغاړو په ټېسټ لوبو کې خپله لومړۍ لوبه ترسره کړه.
له هغه وروسته د ۲۰۱۹ کال مارچ مياشت کې افغانستان له ايرلنډ سره يوازينۍ ټېسټ لوبه ترسره کړه، چې په دغه لوبه کې افغانستان تاريخي او ستره بريا خپله کړه.
افغانستان د ټېسټ په تاريخ کې له انګلستان او پاکستان وروسته دريمه لوبډله شوه، چې په خپله دويمه ټېسټ لوبه کې يې بريا خپله کړه.
له ايرلنډ سره په لوبه کې افغانستان په ۷ ويکټو بريا خپله کړه، چې رحمت شاه په لومړۍ پاڼۍ کې ۹۸ او په دويمه پاڼۍ کې ۷۶ منډې کړې وې. همدا راز په لومړۍ پاڼۍ کې اصغر افغان ۶۷ او حشمت الله شهيدي ۶۱ منډې کړې وې. په دويمه پاڼۍ کې احسان الله ۶۵ ناسوځېدلې منډې کړې وې.
په دغه لوبه کې رحمت شاه د غوره لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړه.
د بنګله دېش سره په يوازينۍ ټېسټ لوبه کې، چې د افغانستان دريمه ټېسټ لوبه ده، په لومړۍ پاڼۍ کې افغانستان ۳۴۲ منډې وکړې، چې رحمت شاه لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په ټېسټ لوبو کې يې د افغانستان لپاره سليزه ووهله او په ۱۰۲ منډو وسوځېده، همدا راز اصغر افغان ۹۲ او راشد خان ۵۱ منډې وکړې.
د افغانستان دریمه ټېسټ لوبه پای ته نه ده رسېدلې، خو د کرکټ نړيوالې شورا د ټېسټ درجه بندۍ کې يې لسم مقام خپل کړی او له زمبابوې لوبډلې څخه مخکې شوی دی.