افغان شل اوريزه لوبډله بنګله دېش ته ورسېده

محمد فرید هوتک

د بنګله دېش او زمبابوې لوبډلو سره د درې اړخيزه شل اوريزو سياليو لپاره د افغانستان شل اوريزې لوبډلې لوبغاړي نن د بنګله دېش هېواد په لورې وخوځېدل.
د يادولو ده چې د افغانستان ټېسټ لوبډله په بنګله دېش کې له بنګله دېشۍ لوبډلې سره يوازينۍ ټېسټ لوبه ترسره کوي، خو هغه لوبغاړي چې د شل اوريزو سياليو په نوملړ کې شامل دي، هغوی هم نن د بنګله دېش په لور وخوځېدل.
د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې درې اړخيزه شل اوريزې سيالۍ د سپتمبر په ۱۳مه نېټه پيلېږي او د يادې میاشتې تر ۲۴مې نېټې پورې به دوام وکړي.

د کرکټ ډېر شمېر مبصرین او مینه وال د شل اوریزې لوبډلې سفر بنګله دېش ته ګټور بولي، له ډلې یې یو تن محمد شبیر حسنزی لیکي: ((دا ځوانان هم د بنګله دېش پر لور روان شول، چيرته چې دوی به له بنګله دېش سره شل اورېزي سیالۍ پیلوي، که څه هم اوس ټېسټ سیالۍ روانه ده چې بنګله دېش لوبډله به یو ځل بیا سبا د توپ وهنې لپاره مېدان ته راښکته شې.
دا ځوانان په دوعا کې یاد ساتئ؛ همدا کرکټ زمونږ د خوښۍ وسیله ده.
ځوانانو رب مو بریالي کړه.!))