د افغان او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ټېسټ سیالۍ درېیمه ورځ پای ته ورسېده

د افغانستان او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په روانه یواځینۍ ټېسټ لوبه کې د لوبې په درېیمه ورځ افغان لوبډلې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۳۷ منډې وکړې.
افغان لوبډلې د دې لوبې په لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې د رحمت شاه زرمتي د ۱۰۲ د اصغر افغان د ۹۲ او د راشدخان د ۵۲ منډو په مرسته ۳۴۳ منډې وکړې.
د راشد خان د ښې توپ اچونې له امله د بنګله دېش ټوله لوبډله خپل لومړي وار توپ وهنه کې په ۲۰۵ منډو اوټ شوه.
راشدخان پنځه او محمد نبي درې ویکټې واخېستې.
افغان لوبډلې خپله دویمه پاڼۍ کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۳۷ منډې کړي او له بنګله دېش نه ۳۷۴ منډې مخکې ده.
دویمه پاڼۍ کې ابراهیم ځدران ۸۷ او اصغر افغان ۵۰ منډو باندې اوټ شول.
افسر ځاځی په ۳۴ او یمین احمدز په صفر ناسوځېدلي پاتي او یکشنبه اته نیمې بجې به خپلې پاتې توپ وهنې ته ادامه ورکوي.
د دغې ټېسټ لوبې درې ورځې پای ته رسېدلي او دوه ورځې یې پاتې دي.