د اشرف غني بابا د لوبلړ درېمه لوبه

راپور: لعل آغا ابراهيمي

احمدزيو کرکټ ټيم قلعی قاضي جوانان لوبډلې ته بایلوده.

اشرف غني بابا ټورنمېنټ تر عنوان لاندې د کرکټ په لس اوريزو سياليو کې قلعی قاضي جوانان لوبډلې احمدزيو کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

لومړی توپ وهنه د احمدزيو کرکټ لوبډلې وکړه چې مقابلې لوبډلې ته يې ۱۰۹ منډې هدف په مخ کې کيښود.
د احمدزيو کرکټ لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې تراب خان تر ټولو زياتې ۳۴ منډې جوړې کړې.

په دوېمه پاڼۍ کې د قلعی قاضي جوانان لوبډلې ياد هدف د لوبې په اووم اور کې بغير د کوم زيانه تر لاسه کړ او په لسو ويکټو يې احمدزيو کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه

د قلعی قاضي لوبډلې لپاره دواړو اوپنرانو نېمه سليزي تر لاسه کړې قاري ذاهد ۵۰* او سيف الله ۵۱* ناسوځيدلې منډې جوړې کړې.
د يادونې وړ ده چې ياد ټورنمېنټ په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو د استازي الحاج جنرال عبدالمنير تره خېل په مشرۍ او په لغمان کې د دولت جوړونکي ټيم د مرکزي دفتر مسؤول عبدالصمد صافي په مالې لګښت جوړ شوی چې يوه اوونۍ به دوام وکړي.