د فوټبال له ډګره

محمود خان منندوی

د میوند اتلان د نهم کال لپاره په پرلپسې توګه په غوره لیګ کي ناکام شول

طوفان هریرود د میوند اتلانو ته 4-1 سخته ماته ورکړه!

میوند اتلان په دې ماتې سره د روان لیګ څخه اوټ شول.

لومړۍ لوبه یي 1-1 مساوي کړې وه، دوهمه یي 4-0 بایللې وه او درېیمه یي هم 4-1 وبایلله.

د چمپیونز لیګ د 2019/20 فصل د ګروپي پړاو د لوبو لپاره د بایرن میونیک د لوبغاړو لیست اعلان شو.

د چمپیونز لیګ د 2019/20 فصل د ګروپي پړاو د لوبو لپاره د بارسلونا د لوبغاړو لیست اعلان شو.

یوازي دریو لوبغاړو د MLS لیګ د تاریخ په لومړیو 50 لوبو کې په دې لیګ تر 50 په ډېرو ګولونو کي مستقیم اغیز درلود.

ایکارډي وړمه ورځ د پاریس سېنټ جرمن سره تمرینات پیل کړل.

جاپان وړمه ورځ په دوستانه لوبه کې پاراګوای ته 2-0 ماته ورکړه.

د اث میلان او پاریس سېنټ جرمن پخوانی برازیلی لوبغاړی لیونارډو وړمه ورځ 50 کلن شو.

رسمي: فیفا د 2019 کال د نړۍ په سطحه د منتخبې لوبډلې لپاره 55 کاندید لوبغاړي اعلان کړل.
منتخبه لوبډله د سپټمبر پر 23مه معرفي کېږي.